GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د پوځي طاقت استعمال او وسلو زغل سره شخړې نه هوارېږي

image

اسلام آباد 26 جنوری (اے پی پی) د انډونیزيا اولس مشر جوکو ودودو ووئيل د پوځي طاقت استعمال او وسلو زغل سره شخړې نه حل كېږي، شخړو او جنګونو سره هيڅ ګټه نه ترلاسه كېږي، جمهوریت زمونږ د وګړو د ګټو او مسئلو ښھ تحفظ دې، جمهوریت پريكړې كولو كښې مهم کردار لري، د جمهوریت په وجه د انډونیزيا معاشی نمو د 5 فیصده څخه زياته او مستحکم ده، د فلسطېن د آزادۍ هلو ځلو ملاتړ به روان ساتلې شي، د انډونیزيا د آزادۍ هلو ځلو كښې د پاکستان کردار هيرولې نه شو، د نړۍ په هر فورم امن له به تل د خبرو اترو ملاتړ كولې شي، مونږ ټولو له به په ګډه نړۍ كښی سوكالۍ ، امن او د بشرې اقدارو سرلوړۍ او انصاف له كار كول وي۔ د پارلمان شريكې غونډې ته مخاطب كيدل زما لپاره د اعزاز خبره ده، 1963ء كښې د انډونیزيا وړومبي اولس مشر ډاکټر احمد سوئیکارنو دې پارلمان ته په وړومبې ځل خطاب کړې ؤ او نن 55 كاله پس د جمهوریه انډونیزيا اولس مشر ته بيا اعزاز ترلاسه كېږي چې زه د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب کوم۔ د انډونیزيا اولس مشر ډاکټر سوئیکارنو د استعماریت نظام په ضد هلې ځلې كړي او زمونږ هېواد ئې آزاد كړې۔ د جمعې په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب کښې ده ووئيل د پاکستان او انډونيزيا ملګرتيا نوي نه ده بلکې مونږ د پاکستان قدر ځكه كوو چې پاکستان زمونږ د آزادۍ تحریك كښې کردار ترسره كړې، په 17 اګست 1995ء د انډونیزيا د سالګرې په موقع د پاکستان د قام بابا قائداعظم له د انډونیزيا د آزادۍ هلو ځلو كښې په ملاتړ د انډونيزيا تر ټولو لوئ سول ایوارډ وركړې شوې۔ ده ووئيل پاکستان او انډونيزيا ترمينځه ډير څه شريك دي۔ دواړه هېوادونه د ډی ایټ غړي دي، د او آئی سی غړي ، د اسياﺀ افریقې کنفرنس غړي دي، د نړيوال پارلمانی یونین غړي دي۔ ده ووئيل انډونيزيا د اسياﺀ افریقې کنفرنس ابتداء کونكې هېواد دې، تر ټولو لويه خبره دا ده چې دواړه جمهوری هېوادونه دي او دواړه د فلسطین د آزادۍ حمایت کوي۔ده ووئيل زه تاسو له بلنه دركوم چې يو ځل بيا د فلسطینیانو د آزادۍ هلو ځلو د ملاتړ پخلې وكړئ۔ د انډونيزيا اولس مشر ووئيل مونږ د فلسطین د وروڼو خوېندو د آزادۍ هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوو۔ ده ووئيل انډونيزيا نړۍ كښې د آبادۍ په اعتبار تر ټولو لوے اسلامی هېواد دې۔ زمونږ آبادی 28 کروړه 70 لکھ ده چې پكښې 86 فیصده مسلمانان دي دغسې د پاکستان په شان د مسلمانانو سره سره د نورو مذهبونو وګړي هم آباد دي۔ ده ووئيل مونږ شريك باور ته اړتيا لرو دغسې چې جمهوریت مستحکم شي۔ ده ووئيل د اولس مشر په حېث زه باور لرم چې جمهوریت زمونږ د وګړو د ګټو او د مسئلو ښه تحفظ دے۔ جمهوریت سره د انډونيزيا معاشی نمو د 5 فیصده زياته او مستحکم ده، د جمهوریت په سوب انډونيزيا د نړۍ 20 لويو معیشتونو كښې يو هېواد دې۔ د انډونيزيا اولس مشر ووئيل زه تاسو ته باور دركوم چې د انډونيزيا ټول وګړي د دې حقیقت څخه خبر دي چې منصفانه پرمختګ ته پام لرنه كېږي۔ ده ووئيل سیاسی استحکام او سلامتیا هغه وخت ممکن ده كله چې امن او سلامتیا وي، د شخړو او جنګونو د انسانی اقدارو نه علاوہ بل چاته كومه ګټه نشته، او چا ته په دې كښې هيڅ هم نه ترلاسه كېږي، جنګونو او شخړو كښې ميرمنې او ماشومان پھ نښه كېږي ، اعلیٰ اقدار ته زيان رسي او دا د انسانیت لپاره زيان مند دې ۔ ده ووئيل انډونيزيا په اسياﺀ كښې د امن او استحکام ترلاسه كولو تر ټولو لوئ داعی دې، زمونږ هېواد د نړيوال امن حقیقی شراکت دار دې۔ ده ووئيل نړيوال امن په ځائې ساتلو له انډونيزيا بشپړه کردارا ترسره كوي۔ ده ووئيل د هېوادونو ترمينځه اختلافات، د شخړو حل ، سلامتیا ، نشه ائ توكو او بشري قاچاق مخنيوي او په ترهه ګرۍ قابو موندلو له د حقیقی شراکت دارۍ كلك عزم لرو۔ ده ووئيل دا مهال نړۍ كښې د انتهاء خوښۍ او ترهه ګرۍ يو دور دې ،د ترهه ګرۍ څخه كوم هېواد محفوظ نه دې، د انډونيزيا پشمول ټول هېوادونه د ترهه ګرۍ ښكار دي۔ ده ووئيل د شخړو او جنګونو تر ټولو زيات ښكار په نړۍ كښې 76 فیصده مسلمان هېوادونه دي، د وسله والو شخړو 7 فیصده ښكار مسلمانان دي، ګڼ وګړي د ښه ژوند په لټون كښې په كډه كولو مجبور شوې ، 76 فیصده كډه كونكو تعلق د مسلمان هېوادونو سره دې، ګڼ ځوانان د خپل سباؤن څخه مایوسه كيدو سره د خپلو سيمو څخه په كډه كولو مجبور دي۔ ده ووئيل مونږ له به خپلو هېوادونو او نړۍ كښې د شخړو ختمولو له كار كول وي، د انسانیت احترام د انسانانو لپاره بايد زمونږ د ژوند رهنما اصول وي۔ ده ووئيل تاریخ مونږ ته ښودلې دي چې پوځي طاقت او وسلې امن په ځائې ساتلو كښې ناکافی ثابت شوې دي۔ده ووئيل آسیان د سوئيلي ختيز اسياﺀ كښې د استحکام مرکز دې ، مونږ هيله لرو چې مونږ ټولو له به نړيوال امن او سوكالۍ له د انصاف په نامه خپل کردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل بايد مونږ د مسئلو برخه ګرځيدو په ځائې د مسئلو د حل برخه وګرځو او د انسانیت په نامه بايد په ګډه كار كول باوري كړو۔مونږ ټولو له به پھ ګډه نړۍ كښې د سوكالۍ ، امن او انسانی اقدارو سرلوړۍ او انصاف له په ګډه كار كول وي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں